ایکنا خبری آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ،د مصر د اوقاف وزارت د قاهرې په امام حسین جومات کې د حفص په روایت سره د مصر د لوړروتبه قاریانو د قرائت دمحفل دجوړولو خبر ورکړ،دغه محفل د مصر د قاریانو د ټولنې د مشر قاری شیخ محمد حشاد په مشرۍ ترسره شو.
په دغه قرآني محفل کې د شیخ عبدالفتاح طاروطي،شیخ عبدالناصرحرک،شیخ هانی الحسینی، شیخ قطب الطویل،شیخ محمد عبدالبصیر،شیخ محمد یحیی الشرقاوي،شیخ الغرب سالم،شیخ سید عبدالکریم الغیطانی،شیخ کارم الحریري او شیخ عبداللطیف وحدان پشمول د مصر لوړپوړو قاریانو ګډون درلود.دغه محفل د عبدالعزیزعمران په څارنې سره ترسره شو.
تیره اونۍ هم په دغه جومات کې د مصر دلوړپوړو قاریانو قرآني محفل د ورش په روایت سره ترسره شو.
پر دې سربیره ،دمصر د اوقافو وزارت په روان کال کې او کرونائي بحران له امله دمحدودیّتونو په ختمولو سره ،دعامو خلکو د وه زره اته سوه څلور شپیته ځانګړي قرآنی محفلونه، د لوړپوړو قاریانو په نزد د قرائت اتلس محفلونه، د میرمنو دقرائت لپاره ۳۶محفلونه، دقرآن دقاري میرمنو لپاره ۲۶محفلونه او همداراز د قرآن د بیلګه قاریانو پنځه ځانګړي محفلونه هم ترسره کړی دي .
په لاندینۍ ویډیو کې د قاهرې په امام حسین جومات کې د مصر د لوړپوړو قاریانو په ډلې کې د حفص په روایت سره د شیخ عبدالفتاح طاروطي دترتیل تلاؤت یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.